د دید خبري اژانس: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف اعلان وکړ چې د هیواد وسله والو ځواکونو د “مارکه الحق” پیښې کې د هند تیري ته په چټکۍ او قاطع ډول ځواب ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې په راتلونکي کې به هر ډول دښمني د قوي ځواب سره مخ شي.

د پاکستاني رسنیو په وینا، هغه د “حقیقت جګړه” کتاب د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د پاکستان ملت د ګواښونو په وړاندې متحد دی او د هغه هیواد اوس په سیمه کې د ثبات سمبول ګرځیدلی دی.
د هغه په وینا، پاکستان چمتو دی چې د هند لخوا د هر ډول نیابتي جګړې سره مقابله وکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو د هند “دښمنانه” پلانونه شنډ کړي او په تیرو جګړو کې یې د S-400 دفاعي سیسټم هم بې اغیزې کړی دی.
هغه د هند پالیسۍ د سیمه ایزې سولې لپاره ګواښ وګڼلې او ټینګار یې وکړ چې پاکستان تل په مسؤلیت سره عمل کړی او د خپل حاکمیت دفاع ته ژمن دی.