د دید خبري اژانس: د افغانستان د چارو لپاره د روسیې ځانګړی استازی کابل ته د رسمي سفر لپاره رسیدلی او ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په مختلفو مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د چارو لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د رسمي سفر لپاره کابل ته رسیدلی.
د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ښاغلی کابلوف به نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او یو شمیر نورو چارواکو سره وګوري.
د راپور له مخې، د خبرو اترو تمرکز سیاسي، اقتصادي او د متقابلو ګټو نورې مسلې دي.