د دید خبري اژانس: د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته نږدې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۸۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ممکن یو اورګاډی له ټکسي سره د ټکر وروسته درول شوی وي، چې دا د حادثې لامل شوی دی.
چارواکو د حادثې د دقیق لامل د معلومولو لپاره د پلټنې پیل اعلان کړی دی.