اسلایدشوافغانستانبشري حقونهخبرد ښوونځیو بیا پرانیستلفایلونه

۴.۵ کاله محرومیت؛ یوناما په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سمدستي لرې کولو غوښتنه کوي

د دید خبري اژانس: د “په معلوماتي ټکنالوژۍ کې د نجونو” د نړیوالې ورځې سره په سمون کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) یو ځل بیا د نوي پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سمدستي لرې کولو ټینګار کړی دی.

سازمان خبرداری ورکړی چې له څلور نیمو کلونو څخه زیات وخت وروسته، د افغان نجونو یو بشپړ نسل لاهم ښوونځي ته له تګ څخه محروم دی.

یوناما په دې پیغام کې ټینګار کړی چې د دې وضعیت دوام نه یوازې د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هیواد اقتصادي او ټولنیز راتلونکي ته هم جدي ګواښ پېښوي.

د سازمان په وینا، تعلیم، په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې، په افغانستان کې د کار فرصتونو په رامینځته کولو، نوښت ته وده ورکولو او د دوامداره ثبات په یقیني کولو کې مهم رول لوبوي.

پداسې حال کې چې افغانستان له پراخو اقتصادي ننګونو او بې کارۍ سره مخ دی، کارپوهان ټینګار کوي چې د زده کړې څخه د نجونو محرومول د هیواد بشري ظرفیت په جدي توګه محدودوي.

یوناما د طالبانو پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې دا محدودیت لرې کړي او ژر تر ژره د نجونو لپاره د تعلیمي سیسټم ته د راستنیدو لاره هواره کړي. دا غوښتنه په داسې وخت کې کیږي چې نړیوالې ټولنې په مکرر ډول د ټولو افغان اتباعو لپاره د مساوي زده کړې پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د طالبانو له حکومت سره د راتلونکي ښکیلتیا او همکارۍ لپاره یو اساسي شرط ګڼلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button