اسلایدشوافغانستانخبر

ملګرو ملتونو په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د اوبو د بحران په اړه خبرداری ورکړی

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې خوندي اوبو ته لاسرسی یوه لویه ننګونه ده، او ملګري ملتونه د دې ستونزې د حل لپاره د نړیوالې همکارۍ اړتیا باندې ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق خبرداری ورکړ چې د اوبو کمښت د هیواد له لویو ننګونو څخه پاتې دی او یوازې ګډ اقدام کولی شي دا بحران حل کړي.

سازمان ټینګار وکړ چې د خوندي اوبو د چمتو کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو ګډې هڅې ښیې چې نړیواله همکاري کولی شي د پام وړ پایلې ولري.

د ورکړل شویو احصایو له مخې، په تیر کال کې، په افغانستان کې ۸۴۰،۸۲۶ خلکو د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره خوندي اوبو ته لاسرسی ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق ویلي چې خوندي اوبو ته د ټولنو لاسرسی د خلکو په روغتیا، وقار او امید باندې سمدستي اغیزه درلوده.

په هرصورت، نړیوال سازمان “مرسي کورپس” خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ځینو برخو کې د اوبو بحران لاهم شدید دی.

یوازې په کابل ولایت کې، شاوخوا اووه میلیونه خلک د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي، او د ښار نیمایي ژورې څاګانې وچې شوې دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو یو ځل بیا پر حکومتونو او نړیوالو شریکانو غږ کړی چې د اوبو په پروژو کې همکاري او پانګونه وکړي ترڅو د افغانانو لپاره خوندي اوبو ته دوامداره لاسرسی ډاډمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button