د دید خبري اژانس: د المیادین خبري شبکې راپور ورکړ چې په واشنګټن کې د امریکا د استازو جرګې د ودانۍ شاوخوا سیمه کې یوه اعتراضي لاریون وشوه.

د راپور له مخې، په لاریون کې ګډونوالو، شعارونه ورکول، د ایران او لبنان پر وړاندې د هر ډول جګړې مخالفت یې اعلان کړ او همدارنګه یې “په فلسطین کې نسل وژنه” وغندله.
لاریون کوونکو د کوبا پر وړاندې د پوځي شخړې د احتمال په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې د هڅوونکو پالیسیو د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
راپورونه ښیي چې لاریون په نسبتا ارامه فضا کې ترسره شو او ګډونوالو د ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې د اختلافاتو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.