افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د تاشکند درې اړخیزه موافقه؛ د افغانستان د ټرانزیټ او په INNOPROM کې د رسمي غړیتوب لپاره یوه نوې لاره

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د INNOPROM Central Asia نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ مرستیال وزیر ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه.

پدې غونډه کې، اړخونو د ټرانزیټ اسانتیا، د سوداګریزو اړیکو پراخولو، او په ځانګړې توګه ازبکستان او قرغزستان ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي په اړه نظرونه تبادله کړل. په پورته ذکر شوي نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب مسله هم بحث شوه.

د دې غونډې په پای کې، د ټرانزیټ او سوداګرۍ پروسې د اسانتیا لپاره د ګډې کاري ډلې په جوړولو ټینګار وشو، او د INNOPROM Central Asia نندارتون کې د افغانستان د رسمي غړیتوب په اړه هم موافقه وشوه.

د دې موافقې پر بنسټ، افغان صنعتي شرکتونه اوس کولی شي د غړیتوب له امتیازاتو څخه په ګټې اخیستنې سره په دې نړیوال نندارتون کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button