د دوشنبې په ورځ (د حمل ۳۱مه) د جاپان په شمالي برخو کې د ۷.۵ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، او چارواکو سمدلاسه د سونامي خبرداری خپور کړ.

د جاپان په شمال کې د ۷.۵ درجې زلزله؛ د سونامي خبرداری خپور شو
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې وویل چې زلزله په شمالي سیمو کې وشوه او دومره قوي وه چې د توکیو لویې ودانیو، چې د زلزلې له مرکز څخه سلګونه کیلومتره لرې دي، هم ولړزېدلې.
چارواکو د ساحلي سیمو له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې احتیاطي تدابیر ونیسي او رسمي خبرداریو ته پام وکړي، ځکه چې د زلزلې وروسته د سونامي څپې امکان لري.
د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، مګر په اغیزمنو سیمو کې ارزونې دوام لري.