امنیت او حوادثخبرنړۍ

ملګري ملتونه په یونیفیل بریدونه “د نړیوال قانون سرغړونه” بولي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي په جنوبي لبنان کې مرګونی برید وغانده او خبرداری یې ورکړ چې د سوله ساتونکو ځواکونو په نښه کول جنګي جرم دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، په جنوبي لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو د یوه فرانسوي سرتیري د وژنې په غبرګون کې، د دې ځواکونو په وړاندې د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفان دوجاریچ په نیویارک کې اعلان وکړ چې ګوتېرېش په سیمه کې د شخړې له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د دښمنۍ د بندولو او د سوله ساتونکو ځواکونو په وړاندې د هر ډول بریدونو څخه د ډډه کولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د یونیفیل ځواکونو باندې برید د نړیوال قانون جدي سرغړونه ده او په ځینو شرایطو کې کیدای شي جنګي جرم وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند دوام ورکړ چې د سوله ساتونکو ځواکونو امنیت باید په ټولو شرایطو کې درناوی وشي او د دوی په نښه کولو لپاره هیڅ توجیه نشته.

دا دریځ وروسته له هغه راپورته شو چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د یونیفیل فرانسوي سرتیري مړینه تایید کړه او اعلان یې وکړ چې په برید کې درې نور سرتیري هم ټپیان شوي دي.

مکرون په ټولنیز شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د لومړنیو ارزونو پراساس، شواهد ښیي چې د لبنان حزب الله د برید مسؤل و.

په هرصورت، د لبنان حزب الله دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په برید کې یې هیڅ لاس نه درلود.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې د یونیفیل ځواکونه هم د پیښې د نوعیت په اړه د فرانسې حکومت ته ورته ارزونه لري، که څه هم د پیښې د جزیاتو په اړه رسمي څیړنه لاهم روانه ده.

د یونیفیل ځواکونه له ۱۹۷۸ راهیسې په سویلي لبنان کې ځای پر ځای شوي دي، او د دوی اصلي دنده د لبنان او اسراییل ترمنځ د پولې څارنه او په سیمه کې ثبات ساتل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button