په کی یف کې د مرګوني ډزو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي
د دید خبري اژانس: اوکرایني چارواکو اعلان کړی چې د کی یف ښار په یوه سیمه کې د یوه وسله وال کس له ډزو وروسته لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د رویټرز په وینا، دا پیښه د ښار په هولوسیفسکي سیمه کې شوې ده. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګر په خلکو د ډزو لپاره د وسلو څخه کار اخیستی، چې په پایله کې یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د پولیسو ځواکونو، د پیښې ځای ته له رسیدو وروسته، بریدګر په نښه کړ او هغه ووژل شو. د برید انګېزه لا نه ده روښانه شوې او د نورو جزیاتو د پیژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
راپورونه ښیي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او د مړو شمیر ممکن لوړ شي. اوکرایني چارواکو ویلي چې د پیښې په ځای او د ښار په نورو برخو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي کله چې اوکراین د جګړې په حالت کې دی، او د داسې پیښو رامینځته کیدو د داخلي امنیت په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.