د دید خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو د ښه والي او پراخولو لپاره د OPHA موسسې سره د ۶۴۱،۸۰۸ ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک شو.

په ننګرهار او لغمان کې د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره د ۶۴۱،۰۰۰ ډالرو قرارداد لاسلیک شو
د وزارت په وینا، د دې قرارداد هدف د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه کول، اساسي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیاتول او په دې دوو ولایتونو کې د روغتیايي ستونزو کمول دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې پروژې په پلي کیدو سره به د ننګرهار او لغمان شاوخوا ۱۱۳،۶۰۰ اوسیدونکي د اساسي روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړي او ۹۰ نورو کسانو ته به دندې برابرې شي.