اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

په بشکیک کې د ګډ امنیت تړون د چارواکو په غونډه کې د افغانستان پر ثبات ټینګار وشو

د دید خبري اژانس: د ګډ امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعت بیک مصدقوف د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف ترمنځ په غونډه کې د یوه سوله ییز او باثباته هیواد په توګه د افغانستان د ثبات او پرمختګ د ډاډمن کولو پر اهمیت ټینګار وشو.

دا غونډه، چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۱۵مه په بشکیک کې ترسره شوه، د سیمې د امنیتي وضعیت او د نړیوال سیاست د مهمو مسلو په بیاکتنه متمرکزه وه. دواړو خواوو، پداسې حال کې چې د موجوده ګواښونو سره د مقابلې لپاره د کابل چارواکو ژمنې ته اشاره وکړه، د تاجیک-افغان پولې په اوږدو کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرامونو د پرمختګ په اړه راپور ورکړ.

طلعت بیک د غونډې په جریان کې اعلان وکړ چې د دې پولې د پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیت د تړون سازمان هدف لرونکی بین الحکومتي پروګرام پلي شوی او پدې برخه کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

هغه د سازمان د تحلیلي فعالیتونو د زیاتوالي او د اپریل په ۲۷مه په مسکو کې د نړیوال علمي کنفرانس د ترسره کولو اعلان هم وکړ.

د افغانستان د مسلې سربیره، دواړو خواوو په منځني ختیځ کې د سولې د تامین پر اهمیت هم ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې به بریالۍ پایلې ته ورسیږي.

د ګډ امنیت تړون سازمان عمومي منشي د روسیې فدراسیون د مشرۍ په چوکاټ کې د روان کال په دویمه نیمایي کې د راتلونکو غونډو او لویو ګډو پوځي تمریناتو د ترسره کولو لپاره د چمتووالي یادونه هم وکړه.

له بلې خوا، صدیر جباروف، د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، د دې سازمان په چوکاټ کې د هر اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button