افغانستانبشري حقونهخبر

په افغانستان کې ۲۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې وویشل شوې

د دید خبري اژانس: د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله اغیزمنو شویو زرګونو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ورکړل شوې دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو وروسته یې له ۲۳۰۰ څخه زیاتو اغیزمنو کورنیو ته بیړنۍ غیر خوراکي مرستې چمتو کړې دي.

د سازمان په وینا، پدې مرسته کې اړین توکي لکه خیمې، کمپلې، د پخلنځي وسایل او نور لومړني اړتیاوې شاملې دي، چې د سیلاب ځپلو کورنیو د سمدستي ستونزو د کمولو په هدف ویشل شوي دي.

وروستي سیلابونه، چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د درنو بارانونو وروسته راغلل، زیربناوو، استوګنې کورونو او کرنیزو ځمکو ته د پام وړ زیان رسولی، چې زرګونه کورنۍ یې د سرپناه له بحران او د اساسي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)، د خپلو ساحوي ارزونو په حواله ټینګار وکړ چې ډیری اغیزمنې کورنۍ لاهم بیړنۍ مرستې ته، په ځانګړې توګه د سرپناه، څښاک اوبو، روغتیایی خدماتو او اړینو توکو په برخو کې اړتیا لري.

دې نړیوال سازمان دا خبرداری هم ورکړ چې د بارانونو دوام او د نورو سیلابونو خطر کولی شي په ځینو سیمو کې بشري وضعیت خراب کړي او د مرستې پروسه ننګونکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button