د دید خبري اژانس: په کابل کې د ترکیې سفیر د هرات له والي سره په لیدنه کې د انقرې پلان اعلان کړ چې د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې ورکول اسانه کړي.

ترکیې د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوې اعلان کړې
په کابل کې د ترکیې سفیر سادین آی یلدیز د هرات د طالبانو والي نور احمد اسلام جار سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې د ترکیې حکومت به د افغان اتباعو، په ځانګړې توګه ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې ورکولو پروسه اسانه کړي.
هغه زیاته کړه: دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د انساني او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دی او کولی شي د درملنې او سوداګریزو فعالیتونو لپاره اسانه سفر چمتو کړي.
د ترکیې سفیر په دې غونډه کې د هرات ولایت د اقتصادي موقعیت پر اهمیت هم ټینګار وکړ، او دا یې د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا یو له مهمو مرکزونو څخه وګڼله.
هغه زیاته کړه چې ترکیه هڅه کوي چې له افغانستان سره د خپلې اقتصادي همکارۍ کچه لوړه کړي او په دې چوکاټ کې په هیواد کې نورې زیربناوې او اقتصادي پروژې پلي کړي.
د آی یلدز په وینا، د اورګاډي د لیکو او سیمه ایزو ټرانزیټ اړیکو پراختیا د افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې د ترکیې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.