په لبنان کې د اسراییلو د جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو غوسه؛ باید د عدالت ته لاس ته وسپارل شي
د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو د لبنان په مختلفو برخو کې د اسراییلو لخوا وروستي پراخ بریدونه او وژنې په کلکه غندلي دي، او هغه یې “وحشتناک او ټکان ورکوونکې” بللې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک په یوه بیان کې وویل: “په لبنان کې نن ورځ د وژنو او ویجاړیو کچه له یوې ناورین څخه کمه نه ده.” هغه زیاته کړه چې د ایران سره د اوربند له موافقې څو ساعته وروسته د داسې تاوتریخوالي پیښې “نه منلو وړ” وې او په سیمه کې د نازکې سولې په اړه سخت فشار راوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو د ټولو سرغړونو په اړه باید سمدستي او خپلواکې پلټنې وشي او د دې بریدونو عاملین باید عدالت ته وسپارل شي.
د اسراییلو صهیونیسټ رژیم د اوربند په سرغړونې او په روغتونونو او طبي مرکزونو په بریدونو سره په لبنان کې سلګونه کسان وژلي او له زرو څخه ډیر نور یې ټپیان کړي دي.