اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

‏فطرت: د امریکا له لورې د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو په کلکه ردوو

دید خبرې آژانس: حمدالله فطرت د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وایې چې حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.

هغه وایی اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.

فطرت وویل: هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته  او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل.

د فطرت په وینا، شاید یوه اندازه یې د نړیوالو مؤسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګیدلې وي.

که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بیرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي، او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا