جلالي: طا-لبان دې د هڅولو له لارې اړ کړل شي، چې ترهګرې ډلې کابو کړي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د سیمې هېوادونه کولای شي چې د هڅولو او په ځینو برخو کې د رټلو له لارې طا-لبان دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې کابو کړي.
علي احمد جلالي وايي، تر هغې چې طا-لبان په خپلې واکمنۍ کې له یو لړ ننګونو سره مخامخ نه شي؛ نو شونې نه ده چې د سیمې د هېوادونو فشارونو ته دې غاړه کېږدي.
ښاغلي جلالي د جمعې په ورځ د (لېندۍ په نهمه) په خپله اېکس پاڼه د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې د دغو هېوادونو اندېښنو ته اشاره کړې، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د حضور له امله په ډاګه کړې وې.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، سره له دې چې طا-لبانو ډاډ ورکړی چې د دوی له خاورې به د سیمې او نورو نړۍوالو ته ګواښونه نه پېښېږي؛ خو ښاغلي جلالي په دې برخه کې دا خبره ډاګیزه کړې، چې ښايي طا-لبان د دغه ژمنې په عملي کولو کې د بېلابېلو دلایلو له مخې پاتې راشي.
د ښاغلي جلالي له نظره طا-لبان د خپلو کړنو او سیاستونو له مخې په خپلو کې سره یوه خوله نه دي او هره ډله بېلابېلې غوښتنې او نظریې لري.
هغه وايي، په طا-لبانو کې شته توپیرونه به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دوی په سیاستونو او کړنو کې درز رامنځته کړي.
ښاغلی جلالي هغو دوو لاملونو ته اشاره کوي، چې د ده له نظره طالبان د ترهګرو ډلو سره په ژمنو کې پاتې راولي، هغه یو ایډیولوژیک تړاو یادوي چې د ګڼو جهادي ډلو تر منځ په توپیر کې دی.
په داسې حال کې چې طا-لبان ښايي د خپل نړۍوال مشروعیت او اقتصادی مرستو په لټه کې وي، په دویم لامل کې هغه د ط-البانو او القاعده ډلې تر منځ هغو لرغونو اېډیولوژیکو تړاوونو یادونه کوي، چې له امله یې د ترهګرۍ پر وړاندې د هغوی مبارزه نوره هم پېچلې کولای شي.
ښاغلی جلالي د ترهګرۍ سره د طا-لبانو په مبارزه کې د پاتې راتلو درېیم لامل ته هم اشاره کوي، د هغه په باور د دوی د ملاتړو تر منځ د انډول ساتنه او د توند لارو عناصرو خوندي کول هغه بل څه دي چې په دې برخه کې د دغې ډلې مبارزه ټکنۍ کولای او تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.
ښاغلی جلالي دا رنګه وايي: «د نړۍوالو لهخوا د دوی په رسمیت پېژندنه او مالي ملاتړ ښايي دوی دې ته وهڅوي، چې ترهګرې ډلې په خپل کابو کې راولي؛ خو طا-لبان ښايي په خپلو لیکو کې د توند لارو عناصرو له امله هم مالي ملاتړ تر لاسه کړي او هغوی باید په دې برخه کې انډول له پامه و نه غورځوي.»
علي احمد جلالي دا رنګه لیکلي، که څه هم چې طا-لبان دا مهال په ټول افغانستان واک چلوي؛ خو په خبره یې چې لا هم چاپېریال د هغوی لپاره ډاډمن نه دی.
هغه وايي، د ګڼو وسلو او وسلهوالو پراخه حضور کېدای شي چې د نادولتي وسلهوالو ډلو لیکې پیاوړې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، چې لا هم وضعیت پېچلی دی او طا-لبان د پېچلیو کورنیو فشارونو، اېډیولوژیکو ژمنو او بهرنیو تمو تر منځ لاس او پښې وهي.
ښاغلی جلالي په دې باور دی، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان پر اوضاع بشپړه څارنه کوي او د امنیتي اندېښنو تر څنګ له طا-لبانو سره د تعامل د لارو چارو په لټه کې هم ده.
ښاغلی جلالي وايي، داسې نه ښکاري چې طا-لبان دې د سختو فشارونو پرته جوړ جاړي ته غاړه کېږدي.
هغه وايي، چې د سختو فشارونو د راوړلو له امله کېدای شي چې هغوی د نړۍوالو غوښتنې ومني؛ خو دغه فشارونه باید یوازې په کابل نه، بلکې تر ډېره دې په کندهار هم راوستل شي.