اسلایدشوافغانستان

ګوټرش: د مرستو کمښت، افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کوي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا د مالي مرستو د کمښت له جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي ګوترش ویلي، د امریکا د مالي مرستو کمېدل به په افغانستان کې له ۹ مېلیونو زیات خلک له روغتیايي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې کړي او دا پرېکړه به د سلګونو ګرځنده روغتیايي ډلو او نورو اړینو خدمتونو د ځنډېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې هکله ویلي:«د دې پریکړې پایلې به د نړۍ په کچه د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي.

په افغانستان کې به له ۹ مېلیونه زیات خلک له روغتیایي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې شي، او سلګونه ګرځنده روغتیايي ډلې او نور خدمتونه به ودرېږي.»

بل‌خوا، په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) رییسې طلوع‌نیوز ته ویلي، چې اقلیمي بدلونونه د مېلیونونه کسانو د بې‌ ځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

مي هاینګ پارک له نړۍوالې ټولې غواړي، چې له افغانسانه په ملاتړ سره له مېلیونونو کسانو سره مرسته وکړي او د لا لوی ناورین د پېښېدو مخه ونیسي.

مي ‌هاینګ پارک وايي:«افغانستان هېرولای نه شو. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې له مېلیونونه اړمنو کسانو سره د مرستې او د لا پراخو ناورینونو د مخنیوي لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د امریکا د مالي مرستو د کمښت د جدي پایلو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې د افغانستان ډېری خلک، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي افغان کډوال او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي خلک، لا هم د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا