اسلایدشوافغانستان

کابل کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بیهقي له لورې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په کابل کې د کتابونو یو اوونیز  نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د څه باندې سلو خپرونکو له لوري د بېلابېلو برخو زرګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

 د نندارتون جوړونکي غوث الدین کمال وویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بیهقي کتابونو ریاست او سلګونو کتاب خپرونکو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دلته په کابل کې دغه نندارتون د یوې اونۍ لپاره جوړ کړی دی.»

احمد فیاض چې د دغه نندارتون یو لیدونیکی دی او په نندارتون کې د خپلې خوښې کتابونه لټوي وایي د دا ډول نندارتونو پر جوړول خوښ دی.

دغه ځوان د دغه راز نندارتون جوړېدل د مطالعې د کلتور په دودېدو کې مثبت ګام ګڼي.

هغه وویل: « که دا ډول نندارتونونه ډېر شي نو د خلکو ترمنځ به د کتاب لوستې دود ډېر شي.»

هغه کتاب خپرونکي چې په دغه نندارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي، هم خوښ او راضي ښکاري.

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به تر پنځو نورو ورځو د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا