اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

په کابل کې د تخلیقي ځواک د هنرونو نندارتون پرانیستل شو

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په هڅو او د یوناما، ستاره ګان او مشعل اکاډمۍ په همکارۍ، د تخلیقي ځواک د هنرونو نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي ویلي چې ښکلي هنرونه یوازې د فردي خلاقیت څرګندونه نکوي، بلکې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختیا لپاره هم حیاتي رول لري.

هغه زیاته کړې چې نندارتونونه د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د نوې پوهې ترلاسه کولو او د بېلابېلو کلتورونو په اړه د فهم زیاتولو وسیله ګرځېدلي او د ښکلي هنرونو له لارې انسانان کولی شي خپل احساسات او افکار په نویو لارو وړاندې کړي؛ کوم چې د ټولنې د فرهنګي پرمختګ لپاره مهم دي.

د عزیزي د څرګندونو له مخې؛ میناتوري او خطاطي د افغانستان دوه تلپاتي هنرونه او ویاړونه دي چې علامه کمال الدین بهزاد یې نوښتګر دی، نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه یونسکو باید دغه هنرونه نورو هېوادونو ته منسوب نکړي او د افغانستان ملکیت دې ومني.

دغه راز د یوناما د بشري حقونو د چارو مشرې فیونا فرزر ویلي دي: “موږ خوشحاله یوو چې په افغانستان کې د ښکلي هنرونو لپاره لا هم کار کېږي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایو.”

هغې زیاته کړې چې یوناما د افغانستان د کلتور، هنر او تاریخي میراث ساتنې او پرمختګ ته ژمن دی او دریځ یې په دې برخه کې تل د افغانستان د هنرمندانو ملاتړ او د هنرونو د ودې لپاره اړین ګامونه اخیستل دي.

د هغې په وینا، یاد سازمان د افغان هنرمندانو لپاره د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي، څو د افغانستان فرهنګي وده او نړیوال شناخت پیاوړی شي.

د تخلیقي ځواک د هنرونو نندارتون چې پکې د شاوخوا ۶۰ هنرمندانو ۲۰۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي؛ د اووه ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا