اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په فراه کې سختو سېلابونو؛ ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دید خبرې آژانس: په فراه ولایت کې د وروستیو سختو اورښتونو، ږلۍ او سېلابونو د راوتو له امله ۷۲ کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.

د فراه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس مولوي محمد اسرائیل سيار ویلي چې د بارانونو د اورېدو له امله سېلابونه راوتي او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړې چې په اوښتو زیانونو کې ۱۲۲۲ کورونه، ۸۰ هټۍ، ۸۲ کارېزونه، ۶۰ کیلومتره سړکونه، ۲۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۶۲۹ ونې، او ۲۴ زره ۱۵۳ د لمریزې برېښنا هندارې له منځه تللې دي.

د فراه د پشتکوه ولسوالۍ د مقبولک کلي اوسېدونکي سید احمد، چې د خپلې کورنۍ دوه غړي یې له لاسه ورکړي او وایي:«که چېرې امبولانس، روغتیايي او امنیتي کسان پر وخت نه وای رسېدلي، ښايي د مېرمنې په ګډون نور ژوبل شوي کسان هم مو له لاسه ورکړي وای».

د فراه د عامې روغتیا رئیس مولوي احسان الله شاکر وایي، چې روغتیايي ټیمونه د پېښې له قربانیانو سره نغدي مرستې، درمل، امبولانسونه، او د اړینو توکو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همداراز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۱ شهیدانو وارثینو ته ۲۰ زره افغانۍ او د ژوبل شویو کسانو لپاره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرستې کړې دي.

مسوولین وایي، چې د مخابراتي شبکو ستونزو له امله لا هم د ځینو زیانمنو سیمو کره معلومات نشته، خو د ژغورنې او مرستو بهیر روان دی.

چارواکي ټینګار کوي، چې ټولې لویې لارې خلاصې شوي او مرستندویه ټیمونه د نورو زیانمنو کورنیو سروې ته دوام ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا