پر خلیلالرحمن حقاني برید ته د امریکا د امنیت شورا د ویاند غبرګون
دید خبرې آژآنس: په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست برید ته د غبرګونو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې دوی له مخکې په افغانستان کې د داعش ګواښونه تشخیص کړي وو.
د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي چې متحده ایالتونه له افغانستانه تر وتلو وروسته له لرې د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتلې او ښه کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي و ویل: «موږ له افغانستانه د وتلو له وخت راهیسې، په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ترسره کولو وړتیا ساتلې او ښه کړې ده. موږ دا وړتیا د افغانستان په څېر ځایونو په ګډون ثابته کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پکتیا کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جنازې په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و ویل، د امنیتي ادارو د موندنو لمخې، په افغانستان کې وروستي شپږ بریدونه له هېواده بهر پلان شوي دي.
امیرخان متقي له دې پرته چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، له هېوادونو وغوښتل چې ترهګرو ته پناه ځایونه ورنه کړي.
ښاغلي متقي و ویل: موږ پر ټولو هغو هېوادونو غږ کوو چې ګورئ په داسې ظالمانو سترګې مه پټوئ. دا هم ستاسې په تاوان دي هم زموږ په تاوان دي. داسې ظالمانو ته اډې مه ورکوئ.
بل خوا، په کابل کې د جاپان سفارت هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست شوی برید غندلی او د دغه راز بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې هر تاوتریخجن او ترهګریز عمل چې د بې ثباتۍ په موخه ترسره کیږي، غندي.
په کابل کې د جاپان د سفارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «د دې پېښې د غندنې ترڅنګ، موږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو.
دا ډول ترهګریز بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.»
د متحده عربي امارتو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې لمخې ویل شوي: «متحده عربي امارات دا جنایتکارانه اقدامات په کلکه غندي او د هر ډول هغه تاوتریخوالی او ترهګري ردوي چې د امنیت او ثبات د کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ودانۍ د چهارشنبې ورځې په مرګوني برید کې د دغه وزارت سرپرست او د هغه یو شمېر ملګري په نښه شول.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست.