اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهاجرتمهم مطالبنړۍګزارش

وانډایور: د اس آی وي بهیر نه دی درېدلی

دید خبرې آژانس: امریکا ته د افغانانو د لېږدونې د مرستندوی بنسټ یا Care رییس ویلي چې هغه افغانان چې تایید شوې ویزې لري، کولای شي په خپل شخصي لګښت امریکا ته سفر وکړي.

شان وانډایور ټینګار کړی چې SIV پروګرام لا هم فعال دی او نه دی درول شوی.

امریکا ته د افغانانو د لېږدولو د بنسټ رییس شان وانډایور وایي: «هغه څه چې په دایمي ډول لغوه شوي دي، د مېشتیدنې په برخه کې حکومتي ملاتړ دی چې پناه غوښتونکو او د SIV وېزې لرونکو د جنوري له ۲۰ مخکې د رسیدو پرمهال ترلاسه کاوه.»

بلخوا هغه افغانان چې د خپلو کډوالۍ د ځانګړو قضیو د پړاوونو ترسره کېدو ته په تمه دي، په پاکستان کې په یوه اعتراضي غونډه کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

دوی وایي چې نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بلکې د پاکستان د حکومت له لوري د اېستلو او نیولو له ګواښ سره هم مخ دي.

په پاکستان کې افغان کډوالې صمیمه امیري وایي: « موږ درې کاله مخکې د امریکا د کډوالۍ ادارې له لوري د خپلو کډوالۍ قضیو د څېړلو لپاره درېیمو هېوادونو ته معرفي شو. که څه د لېږد دا بهیر ډېر ټکنی دی خو ځینو وکړای شول چې امریکا ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشر په توګه د خپل کار له پیلولو سره سم، دغه هېواد ته د کډوالۍ پروګرام د څلورو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا