هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړول؛ د ځمکې لېږد بهیر روان دی
دید خبرې آژانس: تر هغې وروسته چې د اسلامي امارت مشر په هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو فرمان صادر کړ، اوس د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ځمکې د لېږد بهیر دوام لري.

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ویلي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان لمخې په هر ولایت کې د صنعتي پارکونو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې کیږي.
هغه وویل: « تر اوسه پورې ۱۶ ولایتونو ته د انتقال بهیر ترسره شوی دی چې لا بشپړ شوی نه دی ځکه دا بهیر یو څه طی مراحل لري. پاتې نورو ولایتونو ته به هم د ځمکو د لېږد لړۍ پیل شي.»
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰ زره جریب ځمکه ځانګړې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند له پانګوالو او سوداګرو غواړي ځمکې وپېري او د افغانستان د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد ویلی: « فرمان صادر شوی چې په ټول افغانستان کې زموږ د صنعت کارانو لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه و ویشل شي او دغه ټوله ځمکه به په صنعتي پارکونو کې وي چې زمو د ټولو هېوادوالو ته به د پانګونې زمینه برابره کړي.»
په ولایتونو کې ځانګړې شوې ځمکه
کندز: ۱۰ زره جریب ځمکه
کندهار، ننګرهار او بلخ: ۲۰ زره جریب ځمکه
د کابل څلور زونونه: ۸ زره جریب ځمکه
نور ولایتونه: په هر ولایت کې زر جریب ځمکه
په دې لړ کې د کانونو او صنایعو خونه د ځمکې وېش او د انرژۍ برابرېدل د صنعتکارانو لپاره بنسټيزې اړیتاوې ګڼي او ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره د ځمکې د وېش بهیر پیل شي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان ویلی: « د هېواد د صنعت د پراختیا او پانګونې د جذب لپاره دوه درې عوامل ډېر مهم دي. یو یې د ځمکې ویش او بل د انرژۍ چمتو کول دي. که دا دوه صنعت کارانو ته ورکړل شي هم به پانګونه را جلب شي او هم به صنعت وده وکړي. دې ځمکې ته په ټولو ولایتونو کې اړتیا په تېره بیا په کابل کې.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د اقتصادي پراختیا په موخه د صنعتي ساحو د تنظیمولو، د خصوصي پانګونې د جذبولو، او د صنعتي ساحو د مدیریت او ساتنې او مراقبت قانون هم توشیح کړی دی.