اسلایدشوافغانستانټولنهګزارش

ننګرهار کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

دید خبرې آژانس: د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي امین‌ الله شریف ویلي، چې د دغه ولایت په کوز کونړ، نازیانو، دوربابا، اچین، خوګیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د ( ېو. ان. ایف، پي.اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۴۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په هر روغتیایي مرکز کې ۴۶ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی، چې پر مټ به یې هر کال شاوخوا ۲۰ زره ۷۵۰ کسانو ته روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو معین مولوي عبدالولي حقاني وویل، چې د دې مرکزونو له جوړېدو سره به د مور او ماشوم روغتیايي ستونزې کمې شي او هڅې روانې دي، چې د ټول هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې یو – یو لوی روغتون، چې ټولې طبي اسانتیاوې ولري جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا