اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

مک‌کال: د دوحه تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د زلمي خلیلزاد او طا-لبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه.

مایکل مک‌کال دغه هوکړه د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله، چې د تېر افغان حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ.

هغه وویل، خلیلزاد «له طا-لبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې شاته پرېښود.»

مک‌کال سي بي ایس نیوز ته وویل: «دا د دوی پر مخ یوه څپېړه وه او د دوی په مورال یې منفي اغېز وکړ.»

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د امریکا لپاره منفي او نړۍوالې پایلې لرلې.

هغه وویل: «د افغانستان له سقوط دوه میاشتې وروسته پوتین پر اوکراین یرغل وکړ، شي او پوتین په بیجینګ کې یو ناوړه اتحاد جوړ کړی چې اوس هم ارام سمندر ته ګواښ دی.»

د روسيې ولسمشر پوتين د غوايي په مياشت کې چين ته سفر وکړ او له شي جين پينګ سره يې له ليدنې وروسته وويل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړې دي.

مک‌کال په هغه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې طا-لبانو د بګرام له زندانه د داعش خراسان زرګونه غړي خوشې کړي دي.

امریکا او اروپا د دا/عش په ځانګړې توګه د خراسان څانګه د دغو هېوادونو او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ ګڼي.

مک‌کال دا خبره رد کړه چې ګواکې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ده څېړنې سیاسي دي او ویې ویل چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به دغه موضوع وڅاري.

مک‌کال وویل، بایډن او ټرمپ دواړو له افغانستانه د وتلو پلان درلود، خو د ټرمپ وتل مشروط وو، او بایډن پرته له دې چې د افغانستان وضعیت و ارزوي، امریکايي ځواکونه و ایستل.

ټاکل شوې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې هغه ادعاوې رد کړې چې له افغانستانه د وتلو په اړه یې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا پوځ په ښکاره له طالبانو سره په وتلو او د سولې په خبرو اترو کې ونډه نه لرله.

خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دوحې په خبرو کې په بشپړه توګه ګډون درلود او د هغه استازي هم په کې شامل وو.

خلیلزاد په ایکس کې لیکلي: «د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي استازي په دې خبرو کې برخه اخیستې وه او جنرال میلي شخصاً دوه ځلې له طا-لبانو سره په دوحه کې وکتل. زموږ د جګپوړو پوځي چارواکو له بشپړ پوهېدو او زموږ د مشرانو په پرېکړو کې د هغوی له ګډون پرته په هېڅ پوځي مسله کې هېڅ هوکړه نه ده شوې.»

د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې له طا-لبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. دغه تړون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د امریکايي ځواکونو او طا-لبانو ترمنځ د اوربند لپاره مهالوېش وټاکه. خو طا-لبانو له افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی.

د دوحې د سولې تړون یوه برخه د افغانانو تر منځ د سولې خبرې وې، خو سمې پایلې ته ونه رسیدې او طا-لبان د کابل له سقوط وروسته د هغه وخت ولسمشر اشرف غني له تګ وروسته کابل ته ننوتل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا