اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

مجاهد د بګرام اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړه

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو په هکله د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونې احساساتي بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د ډانلډ ټرمپ د دغې ادعا له ردولو سره چې ګواکې بګرام اډه د چین په واک کې ده، وايي چې د امریکا ولسمشر په معلوماتي تشه کې دي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«اوس دعوه کوي چې، بګرام د چینایانو په لاس کې دی؛ حال دا چې بګرام د افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس کې دی. دلته یو وسله‌وال چینایی هم نشته او نه داسې تړون له کوم هېواد سره لرو، دی په لوړه سویه باندې ولې داسې غلط معلومات خپروي، باید د ده معلومات بشپړ شي. د امریکا په سویه باندې یو هېواد دی او یو مشر دی، چې غږېږي خبرې یې باید ډېرې دقیقې وي.»

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، اروپايي هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د مستقیمو اړیکو غوښتونکي دي؛ خو له امریکا سره د معاهداتو د لرلو له امله د اړیکو له جوړولو ډډه کوي. د نوموړي په وینا، ځینې هېوادونه لا هم له اسلامي امارت سره د جګړې پالیسۍ پرمخ وړي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي:«په ځينو هېوادونو کې اوس هم د جنګ د وخت پالیسي حاکمه ده، مثلاً په امریکا کې د افغانستان پر وړاندې ذهنیت اوس هم د هغه د جنګ حالت نږدې دی، امارت سره هغه ډول ذهنیت هلته موجود دی، څو چې دوی هغه ذهنیت ته بدلون ورنه‌کړي، هغه موانع چې دوی په خپله په خپل لاس جوړ کړي هغه تغییر نه‌کړي، طبیعي ده چې، دوی به له موږ سره تعامل نه‌شي کولای.»

ښاغلی مجاهد د اقتصادي لاسته راوړنو په تړاو هم وايي، د قوش‌تېپې کانال د جوړولو چارې اوس تر فاریاب ولایته رسېدلي او په وینا یې اسلامي امارت هغو هېوادونو ته چې، د اوبو په برخه کې له افغانستان سره مشترکات لري؛ ډاډ ورکوي چې، په یادو اوبو کې به د هغوی حقونه ضایع نه‌شي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله څرګندوي:«کوم هېوادونه چې ته‌څېرمه دي او په اوبو کې مشترکات لري، موږ په ځلونو هغوی ته ډاډ ورکړی، چې موږ په دې پروژه کې د چا یو څاڅکی اوبه هم نه‌ضایع کوو.»

د اسلامي امارت ویاند له افغانستان سره د ځینو هېوادونو د رسمي اړیکو د لرلو په تړاو هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې، یاد هېوادونه د بېلابېلو لاملونو لمخې نه غواړي، چې دغه اړیکې په ښکاره توګه اعلان شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا