اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

له ترکېي سره افغاني پلاوي خبرې کړي ده

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس چې ترکیې ته تللی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له رئیس او په کابل کې د دغه هېواد له پخواني سفیر سره وکتل او د دوه ‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو په تړاو یې خبرې وکړې.

سوداګریزاو ټرانزیټي فرصتونه او د دوه اړخیزو مسایلو د تعقیبولو لپاره د کمېسیون جوړېدل هغه نور مسایل وو چې په دې کتنه کې پرې خبرې وشوې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي سلا مشورې مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې ترکیه غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیه له هغو هېوادونو وه چې په افغانستان کې یې خپل سفارت فعال وساته او له اسلامي امارت سره یې خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا