اسلایدشومهم مطالبنړۍګزارش

غزې ته د مرستو رسولو مخه د اسراييل لخوا ډب شوي

دید خبرې آژانس: اسراييل وروسته له هغې غزې ته د مرستو بار لاریو مخه نیولې چې دویم پړاو اوربند له ستونزو سره مخ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حماس له مصري او قطري منځګړیو غوښتي چې په دغه موضوع کې مداخله وکړي څو هڅه وشي چې موضوع ته حل لار وکتل شي.

راپور زیاتوي، که هوکړه وشي، اوربند به شاوخوا د مارچ تر ۳۱مې، چې د روژې د مبارکې میاشتې پای ده او د اپرېل ۲۰مې، چې د یهودانو اختر دی، دوام وکړي او جګړه به درېدلې وي.

دا اوربند به په دې شرط وي چې حماس باید د ژوندیو بندیانو او جسدونو نیمايي برخه د لومړۍ ورځې په ترڅ کې خوشې کړي او پاتې نور کسان به د یوه دایمي اوربند د هوکړې لمخې د اوربند پاېته رسېدو سره خوشې شي.

حماس وايي، دوی هغه اوربند ته ژمن دي چې له وړاندې پرې هوکړه شوې وه او باید دویم پړاو ته داخل شوي وای، څو د جګړې دایمي پایته رسېدو لپاره خبرې اترې دوام ومومي.

حماس غورځنګ د ۴۲ ورځني اوربند د لنډمهالي غځولو نظر ردوي.

مصري سرچینو ویلي، د اسراییل پلاوي په قاهره کې هڅه وکړه چې د اوربند لومړی پړاو ۴۲ ورځو ته وغځوي، خو حماس غوښتل چې دویم پړاو ته لاړ شي.

تر دې مخکې، د اسراييل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی و چې دویم پړاو اوربند عملي کیږي او د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د استازي له لوري وړاندې شوې طرحه د اجرا وړ ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا