اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان مک‎کال ته: زموږ واکمنېدو سره دا/عش په افغانستان کې بشپړ له منځه تللی

دید خبرې آژانس: که څه هم طا-لبان وخت ناوخت مختلفو سیمو کې د دا/عش پرضد عملیات کوي، خو د دې ډلې د حکومت مرستیال ویاند د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر خبرو ته په غبرګون وايي، داعش په افغانستان کې بشپړ له منځه تللی دی.

حمدالله فطرت زیاتوي، له افغانستان هیڅ هېواد ته د داعش ګواښ نشته.

د نوموړي په وینا، دا/عش په افغانستان کې د امریکایانو په شتون کې ځواکمنه شوې وه.

ښاغلی فطرت د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي رادیو تلوېزون سره خبرو کې زیاتوي: «دا/عش ډلې د امریکایانو په شتون کې په افغانستان کې ځالې درلودې، سربازګیري یې کوله او پراخې سیمې یې په لاس کې وې.»

حمدالله فطرت تر هغه وروسته دا څرګندونې وکړې، چې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، د امریکا له وتلو او د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونه ترهګر» له بندخونو وتښتېدل او په نورو هېوادونو کې د دا/عش په بریدونو کې مرسته کوي.

مک‌کال دغه راز زیاته کړې ده، چې دا/عش ډله د مکسیکو له لارې امریکا ته ننوتلې ده.

د طا-لبانو د ویاند مرستیال بیا په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له واکمنېدو وروسته دا/عش ځپل شوی او په افغانستان کې له منځه تللی دی.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکي له افغانستانه نورو هېوادونو ته ددې ډلې ګواښ شته.

خو پر امریکا سربېره د سیمې هېوادونو هم په ځلونو په افغانستان کې د دا/عش د حضور او دې هېوادونو ته د دې ډلې د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې، اما طا-لبانو بیا دا اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د دا/عش خراسان ډلې د مالي شبکې د له منځه وړلو لپاره د لس میلیونه ډالرو جایزه هم ټاکلې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مالي جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکوي، چې د دا/عش خراسان ډلې د مالي ملاتړ د بهیر ګډوډولو لامل وګرځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا