اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

روسیه: له طا-لبانو سره د نشه‌يي توکو، ترهګرۍ او له جرمونو سره د مبارزې په خاطر په اړیکه کې یو

دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې هېواد یې له طا-لبانو سره د نشه یي توکو له قاچاق، ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره په اړیکه کې دی.

ماریا زاخارووا وویل، دا زمو په ګټه ده چې بدلونونو ته د خپلو ملي ګټو سره سم ځواب ووایو.

ماریا زاخارووا د سنټ پیټرزبورګ د اقتصادي غونډې په څنډه کې ټاس خبري اژانس ته وویل: «په دې غونډه کې د «طا-لبانو تحریک» پلاوي شتون ناببره نه دی، د ګټورو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا امکانات موجود دي.»

مېرمن زاخارووا وویل: «سترې سیمه ییزې پروژې شته دي چې افغانستان پکې ونډه لري.»

هغې د روسیې د ترهګریز سازمانونو له نوملړ څخه د طا-لبانو د ایستلو د موضوع د بڼې د څېړلو او څرنګوالي په اړه هم ځواب ورکړ او ویې ویل؛ «د بېلابېلو برخو کارپوهان په دې اړه کار کوي.»

د سنټ پيټرزبورګ ٢٧ مه اقتصادي غونډه د جون له پنځمې تر اتمې پورې جوړه شوې وه او د طا-لبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري په کې ګډون کړى و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ (غبرګولي اتمه) له طا-لبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا وګڼله.

پوتین وویل چې طا-لبان پر افغانستان واک لري.

ښاغلي پوتین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «موږ به د خپل هر شریک او ملګري نظرونه په پام کې ونیسو او په دې مسله کې به همغږي ولرو.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا