افغانستانروستي خبرونهسیاست
د ملا هبتالله اختریز پیغام: د امریکا په ګډون د نړۍ سره ډیپلوماتیک تعامل غواړو
د دید خبری آژانس: ملا هبتالله آخوندزاده د طا-لبانو مشر د لوی اختر په مناسبت په خپاره شوي پيغام کې ویلي، چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ډیپلوماتیک تعامل غواړي.
د طا-لبانو مشر ملا هبت الله په دغه پيغام کې چې نن چهارشنبی ( د چنګاښ پر ۱۵) خپور شو، ویلي چې د نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي او ډيپلوماتیک تعامل غوښتنوال دی او دا تعامل د افغانستان په ښېګڼې ګڼي.
که څه هم پرون د افغانستان له خاورې پر ازبیکستان څو توغندي وتوغول شول؛ خو د طا-لبانو رهبر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارېږي.
د طا-لبانو مشر د لوی اختر په مناسبت په پيغام کې د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته اشاره نه ده کړې.
ملا هبت الله اخوندزاده هیله ښوولې، چې افغانان دې له دغې ډلې خپل ملاتړ اعلان کړي.