اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د خبریالانو د ملاتړ سازمان: د سیمه‌ییز خبریال عزیزاحمد وفا د سملاسي خوشې شی

دید خبرې آژانس: د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له‌خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.

دغه سازمان د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو سیمه‌ییز خبریال عزیزاحمد وفا د ناڅرګندو لاملونو له امله نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه خبریال د برخلیک په تړاو تراوسه هېڅ معلومات نه شته.

‏خبرپاڼه کې راغلي، له خبریالانو سره د طالبانو روان ناوړه چلند دا په ډاګه کوي چې دا ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنه نه ده.

‏خبرپاڼې د عزیزاحمد وفا نیول په کلکه غندلي او د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان په نړۍوالو سازمانونه او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د داسې چلند د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي.

‏خبرپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې مېشت خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ تر هرې بلې سیمې زیات له ګواښ او زیانمنېدو سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې خبريالان د کار خپلواکي، د بیان ازادۍ حق، اقتصادي ملاتړ او ولس ته د اطلاعاتو د رسونې اسانتیاوې نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا