د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۱۴ زره ټنه انتقالات شوي دي
ټولګټو وزارت وايي چې د روان کال د سلواغې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۴ زره ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۲۸ زره ۹۷۰ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱ زره ۹۵۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۵ زره ۵۳۶ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۴۱۸ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۱۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۳۶ زره ۷۲۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.
ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال د مرغومي په میاشت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸ زره ۸۷۶ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۱۶۹۸ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.