د اسلاماباد غونډه په اسلامي هېوادونو کې د ښځو پر زدهکړو ټينګار وکړ
دید خبرې آژانس: د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د اسلامي هېوادونو د غونډې کډونوالو، د یوه پرېکړهلیک په صادرولو سره، د ښځو د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د دغه اولس مادهییز پرېکړهلیک پر بنسټ، د ښځو لپاره زدهکړې نهیوازې شرعي مسئله؛ بلکې د ټولنې یوه اړتیا هم بللې ده.
د دغه پرېکړهلیک په یوې برخه کې راغلي:«ټینګار کېږي چې، د نجونو زدهکړې نه یوازې یو شرعي مکلفیت دی؛ بلکې یوه اړینه ټولنیزه اړتیا ده. دا یو بنسټیز حق دی چې، د الهي قوانینو لخوا ساتل کېږي، د اسلامي ښوونو له مخې لازمي ګڼل شوی، د نړۍوالو منشورونو لخوا پیاوړی شوی او د ملي اساسي قوانینو له لارې ښه تثبیت شوی دی.»
د دغه پرېکړهلیک کې د پنځمې مادې له مخې، پر هغو ایډیولوژیو، دودونو او کلتوري الګوګانو چې، د نجونو د زدهکړو مخه نیسي، خبرداری ورکړل شوی دی. ګډونوال د ښځو پر وړاندې دا ډول اقدامات د محرومولو سیاست ته د مشروعیت ورکولو لپاره د دین له اصولو استفاده ګڼلې ده.
پرېکړهلیک کې ویل شوي:«د هغو ایډیولوژیو، فتواوو او افراطي نظرونو په تړاو خبرداری ورکول کېږي چې، په کلتوري نورمونو او الګوګانو کې ریښې لري او د نجونو د زدهکړو مخه نیسي چې، له بده مرغه د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو تعصباتو لامل کېږي. دا ډول اقدامات د محرومولو سیاستونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره له دیني اصولو د شدیدې ناوړې ګټې اخیستنې ښودنه کوي.»
د یوې مدرسې استاده فاطمه په دې هکله وايي:«د اسلام له نظره د ښوونې او پوهې د زدهکولو په تړاو هېڅ ممانعت نشته. ښوونځي باید پرانیستل شي چې، نجونې وکړای شي خپل تعلیم او تحصیل ته دوام ورکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»
زدهکړیاله عایشه هم و څرګندوي:«له اسلامي امارته، زما په څېرې د افغانستان د ټولو نجونو غوښتنه دا ده چې، دا هم د شرعي احکامو برخه وګرځوي او د پلي کولو لپاره یې هڅه وکړي او د نجونو پر مخ، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله د دې غونډې او د هغې د پرېکړهلیک په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو په یوه ویډیويي پیغام کې چې ظاهراً په تېرو اونیو کې خپور شوی، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دیني او عصري علومو د زدهکړې پر اهمیت ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله ویلي:«له علم سره هېڅ چېرې هم مخالفت مهکوئ، شرعي علوم دي، د ټولنې اړتیا ده، طبي علوم دي د ټولنې اړتیا ده، انجنیري علوم دي د ټولنې اړتیا ده، ساینسي علوم دي د ټولنې راتلونکی دی، ټول علوم زموږ او تاسې د دین لپاره اول ضرورت دی.»
له دې سره هممهاله، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې دوه ورځنۍ غونډې د پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی.
په هغې خبرپانه کې چې، د ښاغلي کرزي د دفتر له لوري خپره شوې راغلي:«د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په اسلاماباد کې په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زدهکړو د فرصتونو او ننګونو په تړاو د رابطة العالم الإسلامي د کنفرانس د پرېکړهلیک هرکلی کوي. د نوموړي په باور د نجونو زدهکړې یو څرګند او له شک پرته حق دی او پر زدهکړو بندیز د هېواد د ملي او سترو ګټو خلاف دی او د توجیې وړ نهدی.»
دغه غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړه شوې وه چې، د ځينو اسلامي هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو پهکې ګډون کړی و؛ خو په دغې غونډه کې، د اسلامي امارت هېڅ استازي حضور نهدرلود.