اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

خلیل‌زاد: امریکا په افغانستان کې خپلو مهمو موخو ته رسېدلې ده

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد د طا-لبانو هغه ادعا رد کړه، چې د متحده ایالاتو پوځي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې له ماتې وروسته له دغه هېواده وتلي دي.

هغه وویل، چې امریکا «له یوې ستراتیژیکې پرېکړې» وروسته له دغه هېواده ځکه ووتله چې دلته روانه جګړه د دوی په ګټه نه وه.

خلیل‌زاد په دې باور دی، چې «امریکا په افغانستان کې خپل هغه هدف ته رسېدلې، چې له امله یې افغانستان ته راغلې وه؛ هغه هم د ترهګرۍ کابو کول و، چې د امریکا ګټې یې زیانمنې کړې وې.»

طا-لبانو (د زمري ۲۴مه) د «فتحې د ورځې» او په افغانستان کې د امریکا د ماتې په نامه ونمانځله.

امریکا د دوحې تړون له مخې چې له طا-لبانو سره یې لاسلیک کړی و، (د زمري په ۲۵مه) له افغانستانه ووتله او ورسره هم‌مهاله له کابله د اشرف غني له وتو سره جوخت د افغانستان دولت ړنګ شو.

د امریکا پخواني سفیر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل:« پر افغانستان د امریکا د برید ستر لامل، د سپټمبر د یوولسمې بریدونه او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه. امریکا په افغانستان کې خپلې امنیتي ګټې خوندي کړې.»

ښاغلي خلیل‌ز‌اد وویل، چې د امریکا لپاره په افغانستان کې د ډیموکراټیک نظام څخه، «له ترهګرۍ سره مبارزې او د امنیتي ګواښونو مهارولو» ډېر اهمیت لاره.

تر دې وړاندې خلیل‌زاد د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي و، چې واشنګټن خپله پاملرنه او ځواکونه د چین او روسیې سره د شته سیالیو له مخې په افغانستان کې مېشت کړي وو؛ نو له دې امله یې هلته د پاتې کېدو لپاره لېوالتیا نه لرله.

که څه هم چې د خلیل‌زاد د ارزونو له مخې امریکا په افغانستان کې خپلو مثبتو موخو ته رسېدلې؛ خو د امنیت شورا په راپور کې داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شته‌والي له امله لا هم اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

پر لګول شویو بندیزونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسلکي ډلې د چنګاښ په میاشت کې په یو ۲۶ مخیز راپور کې لیکلي و، چې لا هم ترهګرې ډلې ځانونه په افغانستان کې ډېر خوندي ګڼي او له هغوی سره د طا-لبانو راشه درشې په نورو ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرو د نفوذ لپاره زمینې برابرې کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو کمزوریو القا/عده او دا/عش ډلې ته نوې ساه وربخښلې ده.او القا/عده ډلې پټ په پټه د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې مرکزونه او دفترونه پرانیستي دي.

له دې سره هم‌مهاله پنټاګون (د زمري په ۲۴مه) وویل، چې د دا/عش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه د افغانستان په د ننه او د هغه په شاوخوا کې «له نږدې څاري.»

تر دې وړاندې، امریکايي چارواکو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر خوځښتونو د هوايي څارنې له لارې خپل کنټرول ساتي.

خو ښکاري داسې چې واشنګټن له طا-لبانو سره شوې هوکړې ته په مثبت نظر ګوري او داسې انګیري، چې طا-لبان لا هم پر هغې کړې ژمنې ولاړ پاتې دي، چې ویلي یې و هېڅ یوې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا