اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

خامنه‌اي: پر اسراییل دې نېغ په نېغه برید وشي

دید خبرې آژانس: نیویارک‌ ټایمز ورځپاڼې د درېیو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې علي خامنه اي سپارښتنه کړې، د اسماعیل هنیه د وژلو په غچ کې دې د اسراییل پر پوځي موخو نېغ په نېغه بریدونه وشي.

د دغه راپور له مخې، خامنه‌اي دغه سپارښتنه د ایران د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې چې د چهارشنبې په سهار (د زمري په ۱۰مه) د هنیه تر وژلو وروسته جوړه شوې وه کړې ده.

نیویورک ‌ټایمز لیکلي، خامنه‌اي له سپاه پاسداران او پوځ څخه غوښتي چې پر اسراییل د برید لپاره دې لازمې تګلارې چمتو کړي.

ایران مشر دا رنګه پر ایران د اسراییل او امریکا د شوني برید لپاره د لازمو دفاعي تابیاو غوښتنه هم کړې.

نیویارک ټایمز دا رنګه په خپله لیکنه کې زیاته کړې دا مالومه نه ده، چې ایران به په تهران کې د هنیه د وژلو په غچ کې څومره بېړه وکړي او ایا د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره به کوم ګام واخلي او که نه.

دغې ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د ایران پوځي قوماندانان پر تل ابیب او حیفا پر پوځي موخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د یو ګډ برید لپاره پر ارزونو بوخت دي؛ خو هڅه کوي چې ملکي هدفونه په نښه نه شي.

سرچېنو دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې د پام وړ یوه لاره د ایران او په یمن، سوریې او عراق کې د هغه هېواد د نیابتي ډلو همغږي بریدونه دي چې تر ډېره به ښه اغېز پرې باسي.

حماس د چهارشنبې په ورځ ومنله، چې اسماعیل هنیه په تهران کې د خپل استوګنځي د ننه د یو توغندي د لګېدو له امله وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې دغه برید او وژنې ایراني چارواکي هیښ کړي او هغه یې پر خپلو سرو کرښو ښکاره تېری بللی دی.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې، د هنیه له ترورولو وروسته د ایران د اطلاعاتي دستګاه کمزورتیا بربنډه شوه او د دغه هېواد هغه ډاډ چې ایراني چارواکو به تل پر خپلو اطلاعاتي ادارو لاره هغه یې هم کمزوری او تر پوښتنې لاندې راوست.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې هنیه او نور مهم مېلمانه د سپاه پاسداران پر یو امن مېلمستون کې د امنیتي شدیدو تدابیرو سره، سره په پلازمېنه کې اوسېدل چې پرې برید وشو.

خبریال او د ایران د رژیم ملاتړي علي رضا کاتبي جهرمي پر خپله اېکس پاڼه د هنیه د وژلو او د ایران د غبرګون په تړاو لیکلي:« له غچ اخیستلو وړاندې، لومړی د خپل دروند مشر [خامنه‌اي] د امنیت او خوندیتوب په اړه ډاډ تر لاسه کړئ.»

د کړکېج په نړۍواله ډله کې د ایران د برخې مشر علي واعظ دغې ورځپاڼې ته ویلي:« ایران ښايي پر دې باور وي، چې له غچ اخیستلو پرته بله لار نه لري چې د اسراییل له نورو بریدونو مخه پرې ونیسي، له خپل ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي او په سیمه کې د خپلو ملاتړو په منځ کې خپل باور پرې پیاوړی کړي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا