اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورنړۍ

حزب‌الله د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکې نسکور کړي ده

دید خبرې آژانس: د لبنان حزب‌الله وايي چي د لبنان د جنوب پر فضا یې د اسراییل یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او د اسراییل پر یوه پوځي اډه یې توغندی ویشتلی دی.

دا څرګندونې داسې وخت شوي چې تر دې څو ساعته مخکې د اسراییل یوې بې پیلوته الوتکې په لبنان کې په یوه حمله کې یو تن وواژه او ځینې نور ټپیان کړل.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د خبر له مخې، حزب‌الله پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی جګړه مارو د اسراییل یوه هرمس-۹۰۰ کوچاف (Hermes 900 Kochav) ډوله بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل د پوځي عملیاتو سختېدو، په وروستیو اوونیو کې د لبنان او اسراییل پر پوله د ناامنیو پېښې زیاتې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا