دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، نن د «پيټياس» سازمان د علمي پروګرامونو له رئیس ډیويډ لینسي سره وکتل.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین، د اقتصادي ودې په برخه کې د ګرځندوی صنعت نقش مهم وباله او د «پيټياس» سازمان له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، په افغانستان کې د دغه صنعت د ودې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د یاد سازمان د همکاريو پر دوام ټینګار وکړ.
همدا رنګه د «پيټياس» سازمان د علمي پروګرامونو رئیس، افغانستان هغه هېواد یاد کړ چې د سیاحت لپاره ښې جاذبې او تاریخي او تفریحي ځایونه لري.
هغه، په بېلابېلو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د ګرځندوی صنعت د ودې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به له دغه وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د کتنې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ پر زیاتې همکارۍ ټینګار وشو.