اسلامی امارت د بهرنیو وګړو د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ
دید خبرې آژانس: د کاناډا دولت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې، د «امنیتي دلایلو» له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
کاناډا په دغې اعلامیه کې خپلو وګړو ته، په افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي، وسلهوالو نښتو او د تښتول کېدو د احتمال او خپلسرو نیونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
په دغې اعلامیه کې کاناډایانو ته په خطاب کې ویل شوي:«د امنیتي وضعیت د خرابوالي، ترهګریز بریدونو، دوامداره وسلهوالو نښتو، د انسان تښتونې د خطر، د خپلسرو نیونو او توقیفونو، د جرمونو او جنایتونو د لوړې کچې او د بشري حقونو د پراخو سرغړوو له امله افغانستان ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړئ.»
خو اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې بې ځایه بولي او وایي چې، اوسمهال په هېواد کې بېلابېل بهرني بنسټونه فعالیت لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«له امنیتي پلوه په افغانستان کې د اندېښنې وړ کومه خبره نشته، افغانستان اوس الحمدالله امن دی او ګڼ شمېر بهرني وګړي، موسسې، ډيپلوماټان او بهرني سیلانیان په افغانستان کې دي.»
تر دې مخکې، د امریکا، جرمني، روسیې او برېټانیا په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم افغانستان ته د خپلو وګړو سفرونه خطرناک بللي وو.