اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترېسیمه

د قزاقستان لوړ پوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته ورسېد

د دید خبري اژانس: د قزاقستان جمهوریت یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کوي، د کابل او آستانه ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره افغانستان ته راغلی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (د جوزا ۳۰) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې پلاوی د افغان-قزاق سوداګرۍ او اقتصادي فورم او د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون د پرانستلو لپاره کابل ته سفر کړی دی.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دولتي ادارو یو شمیر مرستیالان، د اقتصادي سکتورونو مشران او د قزاقستان د خصوصي سکتور مهم استازي هم د پلاوي په ترکیب کې شتون لري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره شو چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، کرنې، خوراکي صنعتونو او د خامو موادو د رسولو په برخو کې د همکارۍ پراختیا ته لیوالتیا ښودلې ده.

تمه کیږي چې د افغان-قزاق اقتصادي فورم او د قزاقستان د محصولاتو نندارتون به د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو تبادلو د حجم زیاتوالي، د تجربو تبادلې او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نویو پانګونو د راجلبولو لپاره لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button