د دید خبري اژانس: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اروپايي هیوادونو سره د افغانستان د تاریخي او دوستانه اړیکو په ټینګار سره، د افغانانو سره د اروپا د همکارۍ او بشري مرستو ستاینه وکړه، او په ورته وخت کې یې په سیمه کې د اوسني امنیتي بحران ریښه د پاکستان د افراطیت ملاتړ ته منسوب کړه.

حامد کرزي په یوه پیغام کې وویل چې افغانستان د سیمې یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د یوې پیړۍ څخه ډیر وخت راهیسې د اروپایي هیوادونو او د اروپایي اتحادیې سره تړلو ادارو سره صمیمانه او رغنده اړیکې لري او تل یې له دې هیوادونو سره مثبت تعامل ساتلی دی.
د پاکستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره، هغه وویل چې د هیواد امنیتي ستونزې د اسلام آباد د لسیزو راهیسې د افراطي ډلو ملاتړ او د افغانستان په وړاندې د دښمنانه اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د هغوی کارولو پایله وه.
د افغانستان پخواني ولسمشر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مشرې او د اروپايي کمېسیون مرستیالې کایا کالاس څخه هم وغوښتل چې د سیمه ییزو پرمختګونو په ارزونه کې اوسني واقعیتونه په پام کې ونیسي او یادونه وکړي چې افغانستان او خلک یې په تیرو کلونو کې د ترهګرۍ او د دې پالیسیو پایلو قرباني شوي دي.
کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک، د اروپایي هېوادونو د دوامداره همکارۍ ستاینه کوي، غواړي د افغانستان او اروپا ترمنځ دوستانه اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.