د دید خبري اژانس: ازبکستان په ۲۰۲۶ کال کې د ګرځندوی صنعت کې د پام وړ وده لیدلې، او افغانستان هم د ۱۶۱،۰۰۰ څخه زیاتو سیلانیانو په ثبتولو سره پدې زیاتوالي کې د پام وړ ونډه اخیستې.

د ازبکستان د احصایې کمیټې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر اپریل پورې، ۱۶۱،۵۳۷ افغان اتباعو د ګرځندوی په موخه هیواد ته سفر کړی.
د خپرو شویو احصایو له مخې، په دې موده کې ټول څلور میلیونه ۴۸ زره بهرني سیلانیان ازبکستان ته داخل شوي، چې دا د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه یا ۹۳۰ زره کسان زیاتوالی دی.
د ازبکستان د احصایې کمیټې راپور وايي چې قرغزستان د یو ملیون ۱۴۱ زره سیلانیانو سره، تاجکستان د ۹۶۵ زره خلکو سره، او قزاقستان د ۹۳۵ زره خلکو سره ازبکستان ته د سیلانیانو لیږلو ترټولو لوی هیوادونه وو.
افغانستان هم په دې لیست کې د پنځو غوره هیوادونو په ډله کې دی.