افغانستانخبرسیمه

پزشکیان: د سیمه ییز امنیت په تامین کې د افغانستان، پاکستان او عراق همکاري د ستاینې وړ ده

د دید خبري اژانس: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې، د ایران ولسمشر د ګاونډیو هیوادونو همکاري د ایران پر وړاندې د خپلې خاورې د کارولو په مخنیوي کې ارزښتناکه وبلله او د افغانستان، پاکستان او عراق لپاره یې ځانګړې ستاینه وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت اعلان وکړ چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې، د سیمې هیوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د سفارت په وینا، د ایران ولسمشر وویل چې د ګاونډیو هیوادونو همکاري او مسؤلیت د هغو ډلو او ګواښونکو عناصرو په مخنیوي کې چې د ایران پر وړاندې د خپلې خاورې څخه ناوړه ګټه پورته کوي، یو ارزښتناک ګام او د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره د ژمنتیا نښه ده.

په دې غونډه کې، پزشکیان په ځانګړې توګه د افغانستان، پاکستان او عراق د حکومتونو ستاینه وکړه او د دې هیوادونو همکاري یې د سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او رغنده تعامل یوه بیلګه وګڼله.

په کابل کې د ایران د سفارت په وینا، هغه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د مشورو پر دوام او د امنیتي او سیاسي همکارۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ګډو ګواښونو سره مبارزه د سیمه ییزو حکومتونو ترمنځ همغږۍ او متقابل باور ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button