د دید خبري اژانس: د هوا پېژندنې ملي ادارې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د درنو بارانونو، تندرونو، قوي بادونو او سیلابونو احتمال اعلان کړی دی.

د هوا پېژندنې ملي ادارې اعلان کړی چې نن (شنبه، د حمل ۲۹مه) به د هیواد په ډیرو برخو کې د هوا وضعیت بې ثباته وي او په ۲۳ ولایتونو کې د درنو بارانونو امکان شتون لري.
د اعلان له مخې، د کابل، بدخشان، تخار، نورستان، پنجشیر، بغلان، پروان، کاپیسا، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل، غور او دایکندي ولایتونه به پدې حالت کې شامل وي.
ادارې زیاته کړه چې د تندرونو او نسبتا قوي بادونو سره یوځای باران تمه کیږي، چې ممکن په ځینو سیمو کې سیلابونه رامینځته کړي.
د چارواکو په وینا، غرنۍ سیمې او درې تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.
د هیواد په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو امکان هم شته، چې په ځینو لارو کې د سفر محدودیتونه رامینځته کولی شي.
چارواکو له خلکو، په ځانګړې توګه د زیان منونکو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د سیلاب ځپلو سړکونو، سیندونو او لوړ خطر لرونکو سیمو ته له نږدې کیدو ډډه وکړي او اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.