د دید خبري اژانس: د تېلو نړیواله بیه د دوشنبې په ورځ (د حمل ۲۴مه) د هر بېرل له ۱۰۰ ډالرو څخه واوښت، چې د ۷٪ څخه ډېر زیاتوالی پکې راغلی دی؛ دا وده د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د هرمز تنګي د بندېدو د امکان وروسته رامنځته شوه.

د لومړنیو سوداګریزو راپورونو له مخې، د برنټ خام تیل ۶.۷۱ ډالر (د ۷.۰۵٪ سره مساوي) په هر بېرل ۱۰۱.۹۱ ډالرو ته ورسېد. د امریکا وسټ ټګزاس انټرمیډیټ (WTI) خام تیل هم ۷.۵۹ ډالر (۷.۸۶٪) په لوړېدو سره ۱۰۴.۱۶ ډالرو ته ورسېد.
دا د بیې لوړوالی په داسې حال کې رامنځته شو چې راپورونو ښودلې وه چې د امریکا سمندري ځواکونه د هرمز تنګي له لارې د ایران لپاره د تلونکو کښتیو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي.
د انرژۍ بازار کارپوهان په دې باور دي چې دې وضعیت په مؤثره توګه د اوربند څخه مخکې د بازار شرایط بیرته راګرځولي دي. شنونکي وايي چې دا اقدام کولی شي د ایران پورې اړوند د تېلو د جریان هره ورځ تر دوه ملیون بیرل پورې ګډوډ کړي.
په عین حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا سمندري ځواکونه به د هرمز تنګي د بندولو لپاره ماموریت پیل کړي وروسته له هغه چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې ناکامې شوې، دا یو داسې اقدام دی چې کولی شي د دوه اونیو نازک اوربند په جدي توګه له خطر سره مخ کړي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې رجحان دوام کولی شي د انرژۍ په نړیوال بازارونو کې نور بې ثباتي رامینځته کړي او په نړیوال اقتصاد اضافي فشار راوړي.