WFP: افغانستان کې خوراکي خوندیتوب ښه شوی دی
دید خبرې آژانس: د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه تازه راپور کې وایي، د تېر کال پر تله سږ کال په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.
د دغه راپور لمخې، افغانستان کې د غنمو، وریژو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دي، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.
راپور کې راغلي، د روان زېږیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوي دي.
د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي، بېړنیو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د سپټمبر میاشتې راپور کې لیکل شوي: « د خوړو نړۍوال پروګرام ۱.۳ میلیونه کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي، چې ۴۲ سلنې یې د نغدو پیسو د ورکړې او د خوړو د کارټونو له لارې وېشل شوي.
دا مرستې هغو کورنیو ته ورکول کېږي، چې د خوړو او تغذیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په هغو سیمو کې چې بازارونه فعال دي، د خوړو نړۍوال سازمان د ټولنې د انتخاب لمخې نغدې پیسې او د مرستو کارټونه ورکوي.»
اقتصاد وزارت د مرستندویو بنسټونو مرسته په لنډمهالې توګه د افغانستان د خوراکي امنیت په برخه کې ګټوره بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: « له خوړو نړۍوال پروګرام او نورو مرستندویو بنسټونو چې زموږ له هېوادوالو سره د نورو مرستو سربېره په بېلابېلو برخو کې په پراختیایي پروژو کې هم برخه واخلي، څو خلک له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلي، چې د کاري زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالي، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دي، چې هېوادوال یې بشري مرستو ته اړ کړي دي.