د ترکیې د بشري مرستو ټولنې (IHH) په ملاتړ له کابل څخه د متخصصو روغتیاپالانو یوه اته کسیزه ډله د غزني حوزوي روغتون ته راغلې، چې دغه ولایت کې د سترګو په ناروغۍ اخته کسانو وړیا درملنه وکړي.