اسلایدشو
-
قطر او امریکا له افغانستان سره پنځوس میلیونه ډالره مرسته کوي
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
نوریی ولولې » -
د ترکیې پولیسو د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون ۶۰ کډوال نیولي دي
ترکي رسنیو د شنبې په ورځ د دغه هیواد د ساحلي ګارد په حواله راپور ورکړ چې د دغو کډوالو د لیږدیدونکي کښتۍ د اینجن د خرابۍ خبر له ترلاسه کولو وروسته یې هغوی «ژغورلي» دي.
نوریی ولولې » -
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د طا-لبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس ليکلي، چې دغه لویه لار له شمال څخه جنوب ته د کوچنيو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
نوریی ولولې » -
سپینه ماڼۍ: بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند سین ساوېت پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ولسمشر بایډن او د هغه ډله د سوریې وضیعت له نږدې څاري او بایډن له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په دوامداره اړیکه کې دی.
نوریی ولولې » -
امرخېل طالبانو ته: د بیروني مشروعیت لپاره لومړی ګام د داخلي مشروعیت خپلول دي
ښاغلي امرخېل نن شنبې «د لیندۍ۱۷مه» په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ولس حاشيې ته ټېل وهل شوی.
نوریی ولولې » -
مېسي د امریکا د ٢٠٢۴ کال د پريمر لیګ غوره لوبغاړی شو
د رویټرز د راپور له مخې ښاغلي میسي د دغه لیګ د غوره لوبغاړي د ټاکلو په مراسمو کې وویل: « خوښېدل مې چې دا جایزه په بل حالت کې ترلاسه کړم او د شنبې په ورځ په فاینل کې…
نوریی ولولې » -
خلیلزاد: طا-لبان دې خبرو اترو ته چمتو وي
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه هیله څرګنده کړې چې، په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د کابل او واشنګټن اړیکې به ښې شي.
نوریی ولولې » -
ټرمپ، مکرون او زېلېنسکي په پاریس کې سره ولیدل
ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې تر بریا وروسته په لومړني سفر پاریس ته د نوتردام د کلیسا په پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.
نوریی ولولې » -
طا-لبانو په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا څانګې جوړې کړې
د طا-لبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون نن شنبه د (لیندۍ ۱۷مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغې ډلې د لوړو زدهکړو وزارت په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړو لپاره ۴۷ څانګې جوړې…
نوریی ولولې » -
د طا-لبانو د مخالفو مشرانو د غونډې پای؛ م.م. باید له طا-لبانو سره خبرې پای ته ورسوي
دوی له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هېواد د کړکېچ د حل لپاره دې له دغه ایتلاف سره همکاري وکړي.
نوریی ولولې »