اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

دلاور: بهرنیانو د افغانستان د تجزیې دسیسې لرلې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي، بهرنیانو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د تجزیه کېدو دسیسه لرله.

شهاب الدین دلاور پکتیا کې له سیمه‌ییزو مسوولینو سره غونډه کې ویلي، بهرنيان د افغانستان پر وړاندې په تبليغاتي، اقتصادي او نورو سنګرونو کې ناست دي او په خبره یې، افغانستان په ارامه نه پرېږدي.

هغه و ویل: « ختیځ افغانستان، لویدیځ افغانستان، سویلي افغانستان، شمالي افغانستان او مرکزي افغانستان پنځه هېوادونه به له افغانستانه جوړوي او هر  هېواد به د کفارو غلام یې او د امریکا اډه به پکې وي.»

شهاب الدين دلاور زیاتوي چې هېواد کې پر نشه یي توکو روږدي او سوالګر هم د بهرنیو دسیسه وه چې مسوولین باید دا دسیسې شنډې کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رييس  و ویل: « دا یې یوه عالمي دسیسه جوړوله چې زموږ ځوانان پوډریان کړي، پوډري نه بیا په هېواد او نه پر دین غیرت کوي.»

د اسلامي امارت چارواکو دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په سفرونو کې له خلکو سره د ناستو پر مهال د دوی غوښتنې او ستونزې له نږدې اورېدلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا